د اساسي قانون اوونۍ لمانځنې په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د روانې لندۍ مياشتې په ۲۰ د اساسي قانون اوونۍ د شاندارې لمانځنې په موخه د دولتي ادارو له استازيو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

غونډه د کلام الله مجید د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رييس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په‌خپله پرانستې وينا کې د دولتي ادارو استازيو ته په ښه راغلاست ويلو سره زياته کړه چې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون مسووليت لري څو په دولتي او نادولتي ادارو کې اساسي قانون له تطبیق څخه څارنه وکړي او د نه تطبيق په صورت کې دغه کميسيون مسووليت لري چې له اړوندو ادارو سره په دې اړه بحث وکړي او د نه تطبیق موارد مشخص کړي.

 

 

ښاغلي هاشمزي د اساسي قانون د حاکميت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ نا امني وبلله او څرګنده يې کړه چې اساسي قانون څخه د ټولو هېوادوالي د پوهاوي کچې په لوړاوي سره د نا امنۍ کچه هم راټېټيدی شي.

ورپسې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون منشي او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي د اساسي قانون اوونۍ د لمانځنې د اړتيا او پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې سږکال بايد د اساسي قانون اوونۍ د دولتي ادارو له‌خوا په توپير لروونکې بڼه ولمانځل شي او دا چې په دې ورځو کې د سولې خبرو بهير ګړندی شوی، بايد هېوادوالو ته په دغه بهير کې داساسي قانون ارزښتونو په پام کې نيولو په اړه وضاحت ورکړل شي.

له هغه وروسته د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کميسيون له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رييس ښاغلي محمد ضياء فرهمند د اساسي قانون اوونۍ لمانځنې په اړه د کميسيون له‌خوا د چمتو شوي پلان په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې په خپلو اړوند ادارو کې د اساسي قانون اوونۍ له پلان سره سم په شانداره توګه ولمانځني.

 

ورپسې ګډونوالو په وار سره د اساسي قانون اوونۍ د لاښې لمانځې په اړه خپل نظريات څرګند کړل، په دې اړه يې خپلې طرحې وړاندې کړي او همدارنګه يې په اړوندو ادارو کې يې د اساسي قانون اوونۍ لمانځې په اړه چمتووالی څرګند کړل.

په پای کې غونډه د ښاغلي ډاکټر هروي له‌خوا د غونډې په اړه نتيجه ګيري وشوه او مثبته وارزول شوه.

په دغه غونډه کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون له رهبري پلاوي سربېره د بهرنيو چارو، ملي دفاع، پوهنې، ارشاد، حج او اوفاقو، مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ، کار او ټولنيزو چارو، د سرحدونو او قبايلو چارو، کورنيو چارو، لوړو زده کړو، کډوالو چارو، د سوداګرۍ او صنعت، عدليې، ښار او کور جوړولو، ټولګټو چارو، عامې روغتيا، ترانسپورت او هوايي چلند، د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې، انرژۍ او اوبو، کرنې او اوبو لګونې، اطلاعات او فرهنګ، کانونو، ښځو چارو، ماليې، اقتصاد، پارلماني چارو او پيښو ته د رسيده ګۍ وزارتونو او د بشري حقونو خپلواک کميسيون، سترې محکمې، علومو اکاډمۍ، لويې څارنوالۍ، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشا‌ء رياستونو، نورم او ستنډرډ، سرې مياشتې،، کابل ښاروالۍ، سپورټ او بدنې روزنې، د افغانستان بانک، د تفتيش عالي ادارې، د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، مرکزي احصائې، د چاپيريال ساتنې او يو شمېر نورو ادارو استازيو ګډون کړی وو.