د احصائې او معلوماتو اداره کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د روان کال د لړم مياشتې په ۲۱ مه د احصائې او معلوماتو ادارې کارکوونکيو ته « د افغانستان په اساسي قانون کې د عادلانه محکمې د اصولو او موازينو رعايت »  تر سرليک لاندې له اساسي قانون څخه د پوهاوي يو ورځنی سيمينار جوړ کړ.

په دغه سيمينار کې د احصائې او معلوماتو ادارې له مالي اداري مرستيال ښاغلي ميرمحمد کاظم حبيبي، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رييس محمد ضياء فرهمند سربېره د دغې ادارې په لس‌هاوو کارکوونکيو ګډون کړی وو.

دغه سيمينار د کلام الله مجید د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې ښاغلي میرمحمد کاظم حبیبی په‌خپله پرانستوونکې وينا کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون څخه له دې امله مننه وکړه چې د دا وړ سيمينارونو په جوړولو سره خلکو ته د خپلې ملي وثيقې په اړه پوهاوی ورکوي او په هېواد کې د قانون پالنې بنسټيز کيدو له‌پاره هڅه کوي.

نوموړي له اساسي قانون پوهاوی ټولو هېوادوالو په تېره بيا د احصائې او معلوماتو ادارې کارکوونکيو له‌پاره مهم وباله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې له دغه سيمينار نه پوره ګټه واخلي څو له خپلې دغې ملي وثيقې سره په بشپړ پوهاوي سره د دغه قانون ټول،په تېره بيا د يادې ادارې اړوند حکمونه په سمه توګه تطبیق شي.

له هغه وروسته ښاغلي محمد ضياء فرهمند په نړۍ او افغانستان کې د اساسي قانون‌پالنې په اړه د تفصيلي معلوماتو وړاندې کولو سربېره، د افغانستان نافذه اساسي قانون د قانوني تعديل پړاوونه يې په هر اړخيز ډول تشريح کړل.

نوموړي همدارنګه د نظام د حاکميت او مشروعيت په اوصولو هم رڼا واچوله او هغه يې د ډيموکراټيک نظام اساسي ستنې وبللې.

ورپسې له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ کارپوه ښاغلي الحاج لطف الله رحيمي قانون ته د بشري ټولنې د اړتيا تر څنګ په اساسي قانون کې د اتباعو د حقونو او وجايبو په اړه د سيمينار برخوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل.

 له هغه وروسته يو شمېر ګډونوالو پوښتنو مطرحه کړې چې د ښاغلي رحيمي له خوا ورته هر اړخيز او قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

له هغه وروسته له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ بل کارپوه ښاغلي محمد خليل قيامي د اساسي قانون ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۹، ۳۱ او ۱۳۵ مادو ته په پام سره د افغانستان اساسي قانون کې د عادلانه محکمو د اصولو او موازينو د رعايت په اړه خبرې وکړي او دغه قانون د افغانانو د حقوقو او وجايب په ښه توګه په پام کې نيولي دي.

په پای کې د احصائې اومعلوماتو ادارې د بشري منابعو رييسې آغلې منيله حکيمي په خپلو خبرو کې ياد سييمینار د دغې ادارې کارکوونکيو د پوهاوي کچې په لوړاوي کې ارزښتناک وباله او د دا وړ سيمينارونو د دوام غوښتوونکې شوه. 

 

سيمينار هېواد او خلکو ته د خير او ښيګڼې به دعايې سره پایته ورسيد.