په کانونو او پټروليم وزارت کې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د روان کال د تلې مياشتې په ۲۴ مه د کانونو او پټروليم وزرات کارکوونکيو ته « د اساسي قانون پر تطبيق څارنې او د کانونو او نورو تر ځمکې لاندې سرچينو په ساتنه کې د هغه د رول په اړه بحث »  تر سرليک لاندې له اساسي قانون څخه د پوهاوي يو ورځنی سيمينار جوړ کړ.

په دغه سيمينار کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون غړي او منشي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي، له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ رييس محمد ضياء فرهمند، د کانونو او پټروليم وزارت د کانونو د پروګرامونو ملاتړي واحد رييس ښاغلي جاويد منګل سربېره د دغې ادارې په لس‌هاوو کارکوونکيو ګډون کړی وو.

دغه سيمينار د کلام الله مجید د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې ښاغلي جاويد منګل په‌خپله پرانستوونکې وينا کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون څخه له دې امله مننه وکړه چې د دا وړ سيمينارونو په جوړولو سره خلکو ته د خپلې ملي وثيقې په اړه پوهاوی ورکوي او په هېواد کې د قانون پالنې بنسټيز کيدو له‌پاره هڅه کوي.

نوموړي له اساسي قانون پوهاوی ټولو هېوادوالو په تېره بيا د کانونو او پټروليم وزرات کارکوونکيو له‌پاره مهم وباله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې له دغه سيمينار نه پوره ګټه واخلي څو له خپلې دغې ملي وثيقې سره په بشپړ پوهاوي سره د دغه قانون ټول،په تېره بيا د کانونو او پټروليم وزارت اړوند حکمونه په سمه توګه تطبیق شي.

ورپسې ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي په خپلو خبرو کې د کانونو او پټروليم وزارت کارکوونکي د افغانستان د اصلي پانګې ( کانونو) رښتوني ساتندويان وبلل او د افغانستان د دغو سترو طبيعي زيرمو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د اساسي قانون، ۱، ۲، ۳، ۴ او ۹ مادې حکمونو ته په اشاري سره، د اتباعو د حقو او وجايبو په اړه توضیحات ورکړل او دغه اساسي قانون يې د سيمې په کچه يوازينی اساسی قانون وباله چې د اتباعو حقونه په سمه توګه په کې منعکس شي دي.

له هغه وروسته ښاغلي محمد ضياء فرهمند په نړۍ او افغانستان کې د اساسي قانون‌پالنې په اړه د تفصيلي معلوماتو وړاندې کولو سربېره، د افغانستان نافذه اساسي قانون د قانوني تعديل پړاوونه يې په هر اړخيز ډول تشريح کړل.

نوموړي همدارنګه د نظام د حاکميت او مشروعيت په اوصولو هم رڼا واچوله او هغه يې د ډيموکراټيک نظام اساسي ستنې وبللې.

له هغه وروسته يو شمېر ګډونوالو پوښتنو مطرحه کړې چې د ښاغلي ډاکټر هروي او ښاغلي فرهمند له خوا ورته هر اړخيز او قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

ورپسې له اساسي قانون څخه د پوهاوي او اړېکو ډيپارټمنټ کارپوه ښاغلي الحاج لطف الله رحيمي قانون ته د بشري ټولنې د اړتيا تر څنګ په اساسي قانون کې د اتباعو د حقونو او وجايبو په اړه د سيمينار برخوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل.

سيمينار هېواد او خلکو ته د خير او ښيګڼې به دعايې سره پایته ورسيد.