د حقوقي روزنې په مرکز له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ شو

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون د روان کال د تلې مياشتې په ۱۸ مه د کابل پوهنتون د حقوقي روزنې په مرکز د حقوقي ستاژ محصولانو ته « په اساسي قانون کې د قواوو تفکيک» تر سرليک لاندې له اساسي قانون څخه د پوهاوي سيمينار جوړ کړ.

په دغه سيمينار کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رييس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي، د کميسيون منشي او غړي ښاغلي ډاکټر عبدالرووف هروي او ياد مرکز د بورډ رييس ښاغلي الحاج محمد کریم امیرزي سربېره د حقوقي ستاژ په لس‌هاوو محصلانو ګډون کړی وو.  

 

دغه سيمينار د کلام الله مجید د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل او ورپسې ملي سرود وغږول شو.

 لومړی ښاغلي اميرز په‌خپله پرانستوونکې وينا کې د دغه مرکز له مؤسس او بورډ پخواني رييس او همدارنګه د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون رييس ښاغلي ډاکټر هاشمزي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له اساسي قانون څخه پوهاوی يې ټولو افغانانو په تېره بيا د حقوقي ستاژ محصلانو ته ارزښتناک وباله.  

ورپسې ښاغلي قانونپوه ډاکټر هاشمزي د دغه  حقوقي روزنې مرکز د جوړيدو د مخينې او هدف په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او د دغه مرکز جوړيدل يې د عدلي او قضايي ارګانونو د کاري وړتيا لوړونې په برخه کې خورا ارزښت‌ناک ګام وباله.

نوموړي همدارنګه په نړۍ او افغانستان کې د قواوو د تفکيک اصل د مخينې په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه: « په نړۍ کې د لومړي ځل له‌پاره د نړيوال فيلسوف مونتينسکو له‌خوا د نړۍ په نظامونو کې د قواوو د تعادل او د واک انحصار څخه د مخنيوي په موخه د قواوو د تفکيک موضوع مطرحه شوه چې تر نن پورې د نړۍ ډېری هېوادونو په اساسي قوانينو کې دغه اصل مراعاتېږي»

د هغه په وينا؛ د افغانستان په نافذه اساسي قانون کې هم د قواوو تفکيک اصل په ښه توګه مراعات شوی او د اجرائيه، مقننه او قضائيه قواوو واکونه او صلاحيتونه په څرګنده توګه معلوم دي څو په دې توګه د يوبل په دندو کې له تداخل او د واک له انحصار څخه مخنيوی وشي.

له هغه وروسته ښاغلي ډاکټر هروي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د اسلام او نړيوالو قوانينو په رڼا کې يې د قواوو تفکيک اصل په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

هغه قانون ته د ټولنې اړتيا او د قانون جوړونې بهير ارزښت باندې هم رڼا واچوله او راروانو پارلماني ټاکنو ته په اشارې سره يې له ګډونوالو وغوښتل چې د هېواد راتلوونکې او خپل ملي مکلفيت ته په پام سره   د رأيې ورکوونې پر مهال دغه اصل په پام کې ونيسي.

له هغه وروسته يو شمېر ګډونوالو د موضوع پوښتنو مطرحه کړې چې د ښاغلي ډاګټر هروي  له‌خوا ورته هر اړخيز او قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.